دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په کپیټلېزم کې اقتصادي وده، خلکو ته د خدمت په مانا نه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
په کپیټلېزم کې اقتصادي وده، خلکو ته د خدمت په مانا نه ده

خبر

په دې وروستیو کې نړیوال بانک د تانزانیا اقتصاد له ۷ نورو هېوادونو سره مقایسه کړی او دغه هېواد د منځني عاید په ټیټ نمبر هېوادونو کې راغلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹م کې دغه دری نور هېوادونه په خپل اقتصاد کې شاته پاتې وو.

تبصره

د نړیوال بانک د راپور پر اساس، یاد هېوادونه د دې لپاره بررسي شوي چې د منځني عاید ټیټ ګروپ لپاره برابر شي، ځکه چې د یادو هېوادونو ملي ناخالص عاید په ۲۰۱۸م کې ۱۰۲۰ډالرو څخه، په ۲۰۱۹م کې ۱۰۸۰ ډالرو ته لوړ شوي وو. 

نړیوال بانک د عاید له مخې د نړۍ اقتصاد په څلورو ډلو وېشلی: لومړی؛ ټیټ، دویم؛ منځنی، درېیم؛ لوړ منځنی او څلورم یې د لوړ عاید لرونکي هېوادونه دي. دغه وېشنه هر کال د جولای په لومړۍ نېټه ترسره کېږي  او د ناخالصو ملي عایدو پر اساس ترسره کېږي. د یوه هېواد د یوه کال د ټولو تولیداتو او خدمتونو مالي ارزښت او پر ټول نفوس وېشلو ته ناخالص ملي عاید ویل کېږي.

دغه ملي ناخالص عاید چې د نړیوال بانک په وسیله د اقتصاد د ودې معلومولو لپاره کارول کېږي واقعي نه دي، ځکه چې په دې کې ټولې لاسته راغلې پیسې شاملې دي. کله چې دا په نفوس باندې ووېشلې شي او په عموم کې د هر نفر عاید په غیر منصفانه ډول وېشل کېږي، په اصل کې حقیقت بل دی، ځکه نو د هېواد خلک په خپل ژوند کې مثبت بدلون نه ویني.

د اقتصاد دا ډول رشد یو خیال دی، د یوه تړلي هېواد اقتصاد به څنګه پرمختګ وکړي؟ د تانزانیا ملي قرض د ۲۰۱۸م په اپرېل کې ۴۹،۸۶ تریلیونه چې د ۲۰۱۹م په اپرېل کې ۵۱،۰۳ ترېلونو ته لوړ او په ۲۰۲۰م کې ۵۵،۴۳ تریلیونو ته ورسېد. ځکه نو دغه څرګندونې یو خیال او فرېب خوړل دي.

سربېره پردې تانزانیا پراخې زراعتي ځمکې لري، ډېرې ساده سرچینې، چې تقریبا ۶۰ میلیونو ته رسېږي د دې تر څنګ د اوبو لویې سرچينې لري، لکه د ویکتوریا جهیل چې د نړۍ له لویو جهیلونو څخه شمېرل کېږي او تقریبا ۶۵،۵۸۳ متر مربع ځمکه ترې لاندې ده. په دغو کې یوازې تانزانیا ۴۹٪ سهم لري او ۳۳،۷۰۰ کیلو متر مربع ځمکه کېږي، همدارنګه دغه ځمکې د هند د جهیل په واسطه هم احاطه شوي، چې د دواړو موخو لپاره هم د خواړو د تولید او هم د پیسو د لاسته راوړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېدای شي. همدارنګه په پراخه کچه د ګازو زېرمې هم لري. 

په پراخه کچه د معدنونو زېرمې لري، په ځانګړي ډول د طلا ذخیرې یې، په افریقا کې له غانا او جنوبي افریقا څخه وروسته درېیم مقام لري. د تانزانیا له ازادۍ اخیستو وروسته له یوې پېړۍ څخه زیات وخت کېږي، چې تانزانیا له فقر څخه کړېږي. په داسې حال کې چې د یاد هېواد ۷۵٪ خلک د خپل ژوند د دوام لپاره په زراعت کې بوخت دي، خو دغه بخش له ۲۰۱۵ م څخه تر ۲۰۱۷م پورې له ۳،۲٪ څخه ۱،۳٪ ته رالوېدلی دی. 

اسلامي اقتصادي سیستم له کپیټلیستي اقتصادي سیستم سره پوره توپیر لري. په کپیټلېزم کې د اقتصادي ودې تاثیرات په ډېرو کمو تجارانو باندې وي، ځکه چې د کپیټلېزم په پالیسیو کې فرد په نظر کې نیول کېږي، چې د اسلام له نظره سرچینې سره ګډې دي او د ټولو خلکو د ارامتیا لپاره کارول کېږي ځکه په اسلام کې د شخصي ګرایۍ او ملي ګرایۍ پر ځای ټول خلک په نظر کې نیول کېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: سید بایټوموا ـ په تانزانیا کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې